له شاوخوا یوې لسیزې انتظار وروسته د شاه و عروس بند اوبو ذخیره کولو پروسه پيل شوه. شاه و عروس بند د ۱.۲ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري؛ ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبوي؛ د کال به ۳۳ ملیونه متر مکعب اوبه تنظیموي او ۹ میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي. دغه بند چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې موقعيت لري، ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.